د بهرنیو اسعارو د مخنیوي په موخه کندهار ښار ته پر داخلېدونکو لارو چیک‌ پواینټونه او ځانګړې قطعه جوړیږي

د کندهار د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک ویلي، اوس لا هم په بېلابیلو ځایونو کي په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کیږي چي باید په جدي ډول یې مخنیوی وسي.
هغه دغه څرګندوني د افغانیو د ترویج په غونډه کي کړي او زیاته کړې یې ده چي د کلدارو د بندښت په موخه ښار ته پر داخلېدونکو لارو چیک‌ پواینټونه او ځانګړې قطعه جوړوي.
د هغه په وینا، ټول باید په پوره هوډ سره په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړي او خپلي افغانۍ ترویج کړي.
حیات الله مبارک د افغانیو د ترویج کمېټې ته د ښار په ټولو حوزو او ولسوالیو کي د جدي څار سپارښتنه او ویلي یې دي که هرڅوک له دې پرېکړي سرغړونه وکړي د کړنلاري مطابق باید سزا ورکول سي.
پر بهرنیو اسعارو د کلک بندیز سره سره لا هم ځیني کسان د باغونو، موټرونو، جایدادونو او ځینو نورو لویو کاروبارونو پر مهال له بهرنیو اسعارو څخه کار اخلي.