د بهرنیو چارو سرپرست وزیر : د پاکستان په خاوره کي د امریکا او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه د سیمې لپاره د اندېښنې وړ دي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چي د پاکستان په خاوره کي د امریکا او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه د سیمې لپاره د اندېښنې وړ دي.

متقي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کي وویل، که سیمه ییز او ګاونډي هیوادونه خپلي پولي خوندي کړي، په افغانستان کي به کومه ستونزه نه وي.

هغه وویل چي د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ خبري اتري به د اسلام اباد په ګټه وي.

متقی همدارنګه زیاته کړې، چي داعش په افغانستان کي نسته او دښمنان د افغانستان د بدنامولو لپاره له داعش څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

متقي بې له دې چي د پاکستان نوم واخلي، یادونه وکړه چي افغانستان ته د داعش غړي له بهره راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *