د بهرنیو چارو وزارت د امریکا په ټاکنو کي د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب پسي هیله کوي چي د نوموړي حکومت د افغانستان په هکله «واقعبینانه گامونه» پورته کړي

د دې وزارت د اعلامیې له مخي، په دا ډول اقدام سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کي «ملموس پرمختګ رامنځ ته سي او دواړه هیوادونه به وکولای سي د متقابل تعامل په رڼا کي د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

د امریکا د ټاکنو د پایلو له مخي ډونلډ ټرمپ د ۲۷۷ الیکټرال رایو ګټلو سره د دغه هیواد ۴۷ ولسمشر سو.

نوموړي د متحده ایالتونو د ۴۵ ولسمشر په توګه د ۲۰۲۰ کال په فیبرورۍ کي له طالبانو سره د دوحې سولي تړون وکړ چي له مخي یې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووتل او د جمهوریت پرځېدو سره طالبان واکمن سول.

طالبان په اوسنۍ اعلامیه کي د دوحې تړون ته په اشاره هیله لري چي ښاغلی ټرامپ به په سيمه او نړۍ کي رواني جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کي «د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کي رغنده رول ولوبوي.