د بهرنیو چارو وزارت سرپرست: هیڅ هیواد پر افغانستان د برید توان نه لري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند، ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کي ویلي چي هیڅ هیواد پر افغانستان د برید توان نه لري.

متقي د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړنو په پروګرام کي ویلي، هیڅ هیواد دا توان نه لري چي یو ځل بیا پر افغانستان برید وکړي، امریکا به بیا په افغانستان کي خپلي ناکامي تجربې تکرار نه کړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وه چي په ټاکنو کي تر بریالي کېدو وروسته به بېرته د بګرام هوايي اډه ونیسي.

ټرمپ دا هم ویلي چي افغانستان چین ته د نږېدوالي پر اساس د امریکا لپاره ډېر مهم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *