د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ورسره افغانانو ته د ویزې ورکړي په برخه کي د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې ده

دې وزارت پر خپله ایکس پآڼه لیکلي، د همکارۍ دا ژمنه د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په دې هیواد کي د دوی له ورغلي نوي سفیر بدرالدین حقاني سره په یوې کتنه کي کړې ده.

وړاندي راغلي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د همېشنو او ژورو اړیکو ډاډ ورکړی دی.

متحده عربي اماراتو د تېري چهارشنبې په ورځ په دې هیواد کي د طالبانو د نوي سفیر باورلیک منلی وو.