د چهارشنبې په ورځ د بهر مېشتو افغانانو یو ۱۸ کسیز پلاوی کابل ته سفر کوي، څو د سرپرست حکومت له مشرانو سره د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار او نورو شرعي حقونو په اړه مخامخ خبري وکړي.
یاده جرګه، چي له علمي او ټولنیزو افغانانو جوړه ده، تېر کال هم افغانستان ته تللې وه او له چارواکو سره یې پر مهمو ملي موضوعاتو ژور بحثونه کړي وه.
د جرګې غړې زرکه ملیار وايي، باور لري چي افغانستان یوازي د خبرو اترو، عدالت او ټول منلي ګډون له لاري روڼ سبا ته رسېدای سي.