د بیان آزادۍ مرکز د تلوېزيون د نړۍوالي ورځي په مناسبت خبرداری ورکړی چي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي د تلوېزیوني رسنیو فعالیتونه تر بل هر وخت زیات له ستونزو سره مخ دي او ګڼي شبکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه مرکز وایي، په تېرو ۱۲ میاشتو کي ۱۵ تلوېزیوني شبکې د ط..البانو د مستقیمو امرونو له مخي تړل سوي دي.
د دغه مرکز په وينا، پراخ سانسور او محدودیتونه د رسنیو فعالیتونه سخت کمزوري کړي او دا چاره د بیان آزادۍ او خلګو ته د آزادو معلوماتو ورکولو له پاره جدي ګواښ دئ.
د بیان آزادۍ مرکز زیاتوي، ط..البان نه یوازي د رسنیو قانون او د معلوماتو حق ته پام نه کوي، بلکي ۲۳ نوي فرمانونه یې صادر کړي چي ډېری ئې له نافذه قوانینو سره په ټکر کي دي.
دا فرمانونه د رسنیو له پاره کاري فضا لا نوره محدوده کړې، په ځانګړي ډول تلوېزيونونه تر سختو فشارونو لاندي دي.
د دغه مرکز په وینا، د نوو محدودیتونو له مخي په ملي تلویزیون کي د ښځو کار کول بند سوي، په سریالونو او ډرامو کي ئې شتون محدود سوی، ښځینه خبریالاني مجبوره دي ماسک واغوندي، د بهرنیو تلوېزیوني خپروني او ژوندۍ سیاسي بحثونه هم بند سوي دي.
اعلامیه کي راغلي چي رسنۍ اجازه نه لري سیاسي شنونکي دعوت کړي یا مدني اعتراضونه وپوښي، او باید ط..البان د “افغانستان حکومت” په توګه معرفي کړي.
دا محدودیتونه دا مهال د هيواد په ۲۳ ولایتونو کي، لکه کندهار، هلمند، ننګرهار، بلخ، بدخشان، بامیان، پنجشیر، فاریاب او کندز کي عملي سوي دي.
د بیان آزادۍ مرکز ټینګار کوي چي د رسنیو پر وړاندي دا ډول فشارونه به د بیان آزادي، شفافیت او د خلګو حق ته د جدي زیان سبب سي