د بيلاروس او پولنډ ترمنځ په برېسک کښي ۲۰۰ بند پاته افغان کډوال په ستونزمن حالت کښي ژوند کوي.
دغه افغان کډوال د ژوندي پاته کېدو له پاره واښه او د اونو پاڼي خوري او د څېښلو له پاره په ځنګله کښي ولاړي چټلي اوبه استفاده کوي.
دغه افغان کډوال وايي چي د بيلاروس پوليسو نيولي او وهلي دي وروسته او د بيلاروس څخه ئې پولنډ ته لېږلي، چي وروسته د پولنډ پوليسو تر وهلو او ټکولو برېسک سيمي ته لېږلي دي.
د دغو افغان کډوالو کورنۍ له ط..البانو او په يادو هيوادونو کښي د افغانستان د سفارت د مسؤلينو څخه غوښتنه کوي، چي دغه افغان کډوال دي وژغوري.