د افغان شخصیتونو سره د ط..البانو د تماس کمېسیون د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه کمېسيون د لاري ئې د متحده عربي اماراتو څخه پنځه کورنۍ چي ټول ۳۲ غړي لري افغانستان ته راغلي دي.
د ياد کمېسيون په خبره چي دغه کسانو په تېر جمهوري نظام کي دنده درلودل، چي اوس بېرته افغانستان ته راغلي دي.
ياد کمېسيون په خپله اېکس پاڼه دغه راز ليکلي دي، چي په دغه راغلو کسانو کي د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه سعود هم شامل دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د فارياب د ولايتي شورا یو پخوانی غړی هم د ياد کمېسون د لاري افغانستان ته راوستلی وو، چي تېره ورځ نامعلومو وسلوالو ويشتلی او وژلی وو