د بګرام هوايي اډې په اړه غونډه د م.لاهب.ت الله او واليانو ترمنځ نن دوهمه ورځ هم جريان لري

د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله د بګرام هوايي اډې د ساتني په اړه د ټولو ولايتونو واليان او يوشمېر ولسوالان کندهار ته ورغوښتي.
د څراغ تلوېزيون د سرچينې په وينا چي دغه غونډه تېره ورځ پيل سوې او دوې ورځي به نور هم دوام وکړي.
م.لاهب.ت الله د خپل واليانو څخه د بګرام هوايي اډې د ساتلو په موخه مشورې اخلي.
سرچينې زياتوي، چي په دغه غونډه کي بله اساسي موضوع د اړوند کسان خپل اطاعت ته رابلل دي.
د سرچينې په وينا چي د کندهار دغي غونډي ته يوازي د کابل څخه هغه وزيران ورغلي، چي د م.لا هب.ت الله هم نظره دي.