په دا وروستیو کي په ټولنیزو رسنیو کي یو ویډيو خپره سوې، چي د دولتي موټرونو څخه د پسونو د انتقال له پاره استفاده کېږي.
د ټولنیزو رسنیو کارونکو پر یاده ویډيو بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي او زیاتوي، چي د دولتي وسایطو څخه دا ډول ګټه اخېستل بې انصافي ده، هغوی وايي چي د دولتي موټرونو څخه داسي ناوړه ګټه اخېستل د بیت المال څخه ناسمه استفاده ده.
هغوی د اړوند مسؤلینو څخه غوښتنه کړې، چي د دولتي موټرونو او بیت المال څخه د دا ډول استفاده کولو مخه دي ونیسي.