د بېروت په مرکز کي د اسراییلو د برید له امله ۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د لبنان روغتیا وزارت وایي چي پر بېروت د اسراییلو د بریدونو له امله پنځه کسان وژل سوي او اته نور ټپيان دي.
رویټرز راپور ورکړی چي نن سهار اسراییلو د لبنان د پلازمیني بیروت په مرکزي سیمي باشوره باندي هوايي بریدونه کړي دي.
په راپور کي د لبنان د یو امنیتي چارواکي په حواله ویل سوي چي د دغه هیواد پارلمان ته څېرمه چاودنه سوې ده.
تر دې وړاندي د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی وو چي د حزب الله پر مرکزونو د اسراییلو د بریدونو په پایله کي ۵۵ تنه وژل سوي او ۲۵۶ تنه نور ټپیان دي.
دا په داسي حال کي ده چي د لبنان د حزب الله مشر، حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کي کړکېچ زیات سوی دی.
ایران هم وړمه ورځ پر اسراییلو شاوخوا ۱۸۰ بالستیک توغندي وتوغول چي بنیامین نتنیاهو یې د غچ اخیستني خبرداری ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *