راپورونه وایي، يو تن ايران ته پر قاچاقي لاره، په اسلام قلعه سيمه کي له ډېر يخ څخه مړ سوی دی.
د معلوماتو له مخي، دغه شپږ کسیزه ډله چي له همدې سيمي څخه ايران ته اوښته، په لاره کي په واوره او يخ کي بند پاته دي، چي پنځه تنه يې ژغورل سوي او يو تن، چي هويت يې لا نه دی معلوم سوی، د ډېر يخ له امله مړ سوی دی.
که څه هم ايران د افغان کډوالو د مخنيوي لپاره د جوړېدونکي دېوال اتيا سلنه چاري بشپړي کړي دي، خو د ناسم اقتصادي وضعیت له امله بيا هم افغانان په مرګونو او سختو لارو دې هیواد ته اوړي او ډېر له هغه ځايه اروپا ته د اوښتو هڅه کوي.
په ورته وخت کي يوازي تېره مياشت ايران د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۶ افغانان اعدام کړي دي.