د تاجيکستان ملي امنيت د افغانستان سره پر پوله د نشه يي توکو دوه قاچاقبران وژلي

د تاجيکستان د آسيا پلاس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د تاجيکستان د‌ ملي امنيت کمېټې د افغانستان سره پر پوله باندي د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو د يوې ډلي سره نښته کړې، چي پر مهال ئې د دغي ډلي مشر او يو بل کس وژل سوی او پاته نور ئې بېرته د افغانستان خاوري ته تښتېدلي دي.
د‌ ياد اژانس د خبر د مخي چي د تاجيکستان دولت د‌‌ يادي ډلي څخه ۵۸ کيلو ګرامه نشه يي توکي او يوه اندازه وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.