د تخار سوداګر وایي د وچي میوې صادرات د پخوا په پرتله کم سوي دي

په تخار کي د وچي میوې سوداګر وایي، چي په دغه ولایت کي د وچي میوې کورنۍ بازار کمرنګه سوی او بهر ته د وچي میوې په صادارتو کي هم کمښت راغلی دئ.
هغوی زیاتوي چي تېرو کلنو کي به له دغه ولایت څخه پسته، بادام، ګیلاس، الوبالو او دې ته ورته نوري وچي میوې به د کور دباندي بهر تللي او د سوداګرو کارو بار به په ښه ډول روان وو، خو سږ کال د نورو کلنو په پرتله په صادراتو کي کمښت راغلی دئ.
یاد سوداګر د صادراتو د کمښت یو سبب د پاکستان او افغانستان لاري بندېدل یادوي.
دغه سوداګر وایي که ئې د توکو له پاره بازار موندنه ونه سي دوی به تر دې زیات له نورو ستونزو سره هم مخ سي.