د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په قاهره کې سره کتلي

او د غزې پر جنوبي سیمو داسرائیلو د احتمالي بریدونو د پای ته رسولو پر طرحه يي بحث کړی , مصر ته د اردوغان سفر له کلونو کړکېچنو اړیکو وروسته د انقرې او قاهرې ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو په لور یو ګام بلل کېږي

د ترکیې ولسمشر اردوغان په څه باندې یوه لسیزه کې قاهرې ته خپل لومړنی سفر په متحده عربي اماراتو کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره تر کتنې وروسته ترسره کړ

اردوغان او د مصر ولسمشر السیسي د قاهرې په اتحادیه ماڼۍ کې خبرې اترې وکړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو ننګونو په ځانګړې توګه د غزې د جګړې د حل لارو په اړه بحث وکړ

السیسي وویل چې د اسراییل او فلسطین د سولې خبرې باید په غزه کې اوربند او په لویدیځه غاړه کې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره په آرامۍ سره پیل شي