د ترکیې په استانبول کي دوه کسان په یوه وسله‌وال برید کي وژل سوي دي

پېښه پرون په استانبول کي د څارنوالۍ د ودانۍ مخته سوې ده. په دې برید کي شپږ نور کسان ټپیان هم دي چي دری یې پولیس او د څارنوالۍ ساتونکي دي.
پولیسو ویلي چي یوې ښځي او یوه سړي په برید کي لاس درلود او د څارنوالۍ مخته ئې پر پولیسو او ساتونکو ټکان وکړل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا د پولیسو ستاینه کړې چي د یوې لويي پيښي مخه ئې نېولې ده. هغه د خلق انقلابي ازادي غوښتونکي ډلې ته په اشارې ویلي چي یوې ترهګري ډلي دا برید کړی