د ترکیې په یوه نایټ کلب کي د اور لګېدني له امله ۲۹ تنه مړه سوي

د ترکیې د استانبول ښار د بیشکتاش سیمي په یوه نایټ کلب کي د اورلګېدني له امله ۲۹ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
راپورونه وایي، اور نن غرمه د یوې ۱۶ پوړیزي ودانۍ په لاندي منزل کي لګېدلی او په دغه منزل کي د بیارغوني کارونه روان وه.
ترکي رسنۍ وايي، د دې پيښي په تړاو د نایټ کلب مسوول او یو شمېر نور کسان نیول سوي خو د اورلګیدني لامل لا تر اوسه پوري معلوم نه دی.
د استانبول ښاروال امام اوغلو ویلي، چي د نایټ کلب څښتن د ترمیم لپاره له اړوندو ادارو څخه اجازه نه وه غوښتې.
دا پېښه وروسته له هغه رامنځ ته کیږي چي د ترکیې د ښاروالۍ په ټاکنو کي د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند ماته وخوړل.