د ترکیې پولیسو په دغه هیواد کي لسګونه افغان پناه غوښتوونکي نیولي دي

د ترکیې پولیسو وایي، د دغه هیواد د سیواس او ایرزورم ښارونو کي یې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کي اتیا تنه کډوال نیولي، چي له جملې څخه یې پنځه اویا افغانان دي.
د ترکي رسنیو په وینا، د سې شنبې په ورځ تر ۵۰ زیات غیر اسناد لرونکي کډوال چي په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته داخل سوي د ایرزورم په ښار کي د عملیاتو په ترڅ کي تر پېژندلو ور وسته ونیول سول.
د ايروزروم د امنيتي مسوولينو د معلوماتو له مخي، له دغو پناه غوښتونکو څخه ۴۶ يې افغان اتباع دي، چي له نورو بنديانو سره يو ځاى د اضقلا ښار د کډوالو توقيف ځايونو ته لېږدول سوي دي.
دغه راز د سیواس په یوه لارۍ کي ۲۹ تنه نور افغان کډوال نیول سوي دي.
په دې ورستیو کي په ترکیه کي د افغان کډوالو پر وړاندي د پولیسو عملیات زیات سوي دي.