د ترینکوټ ښاریان وایي د بریښنا نشتون له امله دغه ښار د شپې د اتو بجو څخه مخکي په بشپړ ډول تړل کیږي. د ترینکوټ ښاریان د ښار والۍ څخه د ښار د ښکلا برخه کي د بریښنایي سیسټم د بیا ځلي فعاله کیدو او د ښار په تفریحي ځایونو کي د بریښنا غوښتنه کوي. سمیز مسوولین ډاډ څرګندوي چي ډیر ژر به په ترینکوټ کي ښار کي د بریښنا ستونزي ته حل لاري پیدا کړي.