د تنباکو د نه کارولو نړۍوالي ورځي په مناسبت، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کښي د خپل استازي اډوین سینیزا سلواډور له قوله ویلي، چي په دغه هيواد کښي په ځانګړې توګه د ځوانو هلکانو ترمنځ، د تنباکو په استعمال کښي د پام وړ زیاتوالی راغلی دئ.
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپره سوې اعلامیه کښي ويلي، چي د تنباکو شرکتونه د خپلو محصولاتو زیانونه د «خوږو درواغو» تر شا پټوي او د تبلیغاتو له لاري ځوانان د تنباکو کارولو ته هڅوي.
دغه سازمان زیاته کړې: ((په افغانستان کښي د ځوانانو، په ځانګړې توګه تنکيو زلمیو ترمنځ، د تنباکو کارول مخ په زیاتیدو دي. اوس د دې وخت دئ چي دا خطرناک بهیر ودرول سي او د راتلونکو نسلونو روغتیا او هوساینه خوندي سي.))
په اعلاميه کښي د تنباکو کارولو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو او د ځوانانو د روغتیا د ساتني له پاره د نړۍوالي همکارۍ پر اړتیا ټینګار سوی دئ. په اعلاميه کښي ويل سوي، چي تنباکو نه یوازې د افرادو روغتیا ته زیان رسوي، بلکي د ټولني اقتصادي او ټولنیزو برخو ته هم جدي ګواښونه پېښوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د تنباکو د کارولو د مخنیوي له پاره د نړۍوال یووالي غوښتنه کړې او له حکومتونو، مدني ټولنو او خلګو ئې غوښتي، چي د تنباکو د زیانونو پر وړاندې مبارزه کښي فعاله ونډه واخلي.
د تنباکو د نه کارولو نړۍواله ورځ، چي هر کال د مې په ۳۱مه لمانځل کېږي، د تنباکو د زیانونو په اړه د خلګو د پوهاوي لوړولو او د دې مادې د کارولو د کمولو له پاره یوه نړۍواله هڅه ده.