د تهران والي: په تهران کي مو د بهرنيو اتباعو د نيولو لړۍ چټکه کړې

ایراني رسنيو د پنج شنبې په ورځ په يوه نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د تهران والي د يوې ستري امنتي غونډي وروسته د رسنيو سره د خبرو پرمهال ويلي دي، چي د ايران په مرکز تهران کي ئې د بهرنيو اتباعو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.
د ايیران رسنیو د تهران د والي د خولي ليکي، چي په دغه ښار کي ئې د بهرنيو اتباعو نيول په ځانګړي ډول د افغانانو نيول د پخوا په پرتله څلور چنده زيات کړي دي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال ويلي دي، چي د تهران امنيت ورته تر هرڅه ارزښت لري او په وينا ئې چي په همدې سبب بهرنيو بې اسناده اتباعو نيول ئې په تهران کي پيل کړي او دا لړۍ به همداسي جريان ولري.
د تهران والي دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي يوازي د چهارشنبې په ورځ ۳۰ زره افغان کډوال چي ښځي او ماشومان په کښي شامل وه د اسلام کلا بندر د لاري افغانستان ته راغلي.