د تورخم اطلاعات او کلتور مدیریت ویلي، چي د تورخم کمیسار په مشرۍ افغان لوري له پاکستاني چارواکو سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو د حل په موخه ناسته ترسره کړه

سرچینه وایي، چي په دغه ناسته کي پرېکړه سوې، چي د مریضانو د تګ – راتګ پر وړاندي دي محدودیتونه ختم سي.

دغه راز په دې ناسته کي عامو خلکو ته په بندر کي د اسانتیاوو د برابرولو، سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیاوو رامنځته کولو او کاریګرو ته ځانګړي وخت کي د کاري زمینې برابرولولو باندي هم خبري سوي دي.

په خبر کي راغلي چي د دې ترڅنګ د لویو بار وړونکو موټرو لپاره د TAD کارت تطبیق، د واده ناوې او مړو وارثینو ته د عاجل تګ – راتګ ځانګړي ویزې یا کوم بل سیستم جوړولو په اړه هم خبري سوي دي.

دا ناسته داسي مهال کېږي، چي د تورخم دروازې له لاري پاکستان ته تلونکي افغان مسافر په هره برخه کي له سختو ستونزو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *