د تورخم دروازه د عامو ویزه لرونکو مسافرو او عاجلو ناروغانو پر مخ پرانستل سوه

چارواکي وایي، چي په تورخم کي نن سهار ویزه لرونکو مسافرو ته له امنیتي سکریننګ وروسته د کرښي بلي غاړي ته د اوښتو اجازه ورکړل سوه.
د سرچینو د معلوماتو له مخي چي که څه هم د مسافرو ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده خو تګ راتګ په عادي ډول دوام لري.
ټاکل سوې چي دا دروازه پرون جمعه د عامو ویزه لرونکو مسافرو پر مخ پرانستل سي خو پاکستاني اړخ ته د ځینو تخنیکي ستونزو له امله ترننه پوري وځڼدېده.
دا دروازه د تېري فبرورۍ په ۲۱ مه د پاکستان سرحدي ځواکونو له لوري ظاهرا کرښي ته نږدې د طـ.البانو له لوري د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو په غبرګون کي وتړل سوه، چي له امله یې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر او په سوداګریزو توکو بار موټر بند پاته سوي وه.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د اوښتو او راوښتو مهمه دروازه بلل کیږي. دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار بلل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *