د تورخم دروازې چارواکو رسنیو ته ویلي، د سهار راهیسي د دواړو خواوو تر منځ د دروازې د خلاصون په اړه مذاکرات روان وه، چي بې نتیجې پای ته ورسېدل.
بل خوا د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت د مذاکراتو د بې پایلي پای ته رسېدو پر تاییدۍ سربیره وايي، په مذاکراتو کي يې له پاکستاني لوري غوښتي چي سیاست او سوداګریزي چاري سره بیلي کړي، چي د لاري د بندیدو له کبله د دواړو خواوو سوداګر او عام خلک زیانمن نه سي.
د فبرورۍ په ۲۱مه د طـ.البانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د مورچلو د جوړولو پر سر له شخړي وروسته، د تورخم دروازه پر سوداګریزو مالونو سربیره د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم وتړل سوه.
د دې لاري له تړل کیدو وروسته دواړو خواوو ته څه باندي ۴زره له مالونو ډک موټر د اوښتو په تمه دي.
پاکستان ته د تګ په تمه ناروغان او مسافر د ننګرهار ولایت په هوټلونو کي شپې تېروي او د خوارک او څښاک له نه شتونه شکایت کوي.