د تورخم لاره لا هم تر اوسه تړلې ده او ګڼ شمېر کسان یې د خلاصېدو په تمه دي

د تورخم مسوولین وايي، چي دا لاره د پرله‌پسې درېیمي ورځي لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې پاته ده.
د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت وايي، چي د دې لاري تړل‌کېدو له تیرو دوو ورځو راهیسي د ډیورنډ کرښي دواړو غاړو مسافرو او سوداګرو ته جدي ستونزي رامنځته کړي دي.
ځايي سرچینو تایید کړې چي پاکستان د افغانستان له خوا د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کي دا لاره تړلې ده.
په ورته وخت کي د تورخم مسوولینو له خلکو غوښتي چي تر بلي خبرتیا پوري پر دې لاره له سفر کولو څخه ډډه وکړي او په وینا یې چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د دې لاري د بیا پرانیستلو لپاره کومه موافقه نه ده سوې.
د تورخم لاري تړل کیدو سره، زرګونه خلک دواړو غاړو ته بند پاته دي او دې اقدام د کرښي دواړو غاړو ته لسګونه سوداګریز موټرونه هم بند کړي دي.