د اپرېل د مياشتي له پېل څخه تراوسه پوري د تورخم د افغان کډوالو په کمپ کي ۳۴ نوي کوچنيان زېږيدلي دي.
د تورخم د روغتيايي برخي مسؤلين وايي چي د دغو کوچنيانو له ډلي څخه ئې دوه تنه د عمليات په وسيله او پاته ۳۲تنه ئې عادي زېږيدلي دي.
د يادوني وړ ده چي پاکستان د افغان کډوالو د رايستلو په لړۍ کي هغه افغان مېرمني هم ایستلي چي د زېږون وخت ته ئې دوې مياشتي او ياهم د دوو مياشتو څخه کم وخت پاته وو.