د تېرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کي د کوکنارو د کښت او د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کي چي د یوناما له خوا د چهارشنبې په ورځ خپور سوی ویلي چي په دغه هیواد کي په روان ۲۰۲۴ کال کي د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی، خو په دې راپور کي د اپینو په تولید کي د زیاتوالي په اړه څه نه دي ویل سوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر ویلي چي سږکال په افغانستان کي پر ۱۲۸۰۰ هکتاره مځکه باندي کوکنار کرل سوي وه.

دغه دفتر ویلي، چي د اسلامي امارت د مشر له خوا د کوکنارو پر کښت د بندیز وروسته په ۲۰۲۳ کال د کوکنارو په کښت کي د ۹۵ فیصده کموالي وروسته دا زیاتوالی راغلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چي د دغه زیاتوالي سره سره په افغانستان کي د کوکنارو کښت لا هم د ۲۰۲۲ کال پرتله ډیر کم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *