د تېر يوه کال په موده کي د زرګونو ټنو بې کيفيته نفتي توکو او اوبلن ګاز د واردېدو مخنيوی سوی دی

د سټنډرډ ملي ادراې مسوولین مسوولین وایي، د تېر يوه کال په موده کي ۳ میلیونه ۷۸۷ زره او ۴۱۵ ټنه نفتي توکي او اوبلن ګاز د بندرونو له لاري هیواد ته داخل سوي چي له دې جملې څخه ۱۲۸ زره او ۸۱۱ ټنه یې بې کیفیته تثبیت سوي او هیواد ته يې د واردېدو مخنيوی سوی دی.

د مسوولینو په وینا، په ياده موده کي همدارنګه د نفتي توکو، کیفي مدیریتي سیسټم، چاپېریال ساتنې، کیمیا او پلاسټيک، خوراکي او کرنیزو توکو، نساجي او چرم، الکتروتخنیک او مخابراتو، کانونو، روغتیا او طبي توکو په برخه کي ۹۱ سټنډرډونه تدوین سوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې د کړنو په کلني راپور کې زیاته سوې، چي دغه ادارې تېر کال ۲میلیارده ۲۸۲ میلیونه ۵۲۳ زره ۸۳ افغانۍ عوايد هم را ټول کړي دي.

دا په داسي حاله کي ده چي هیواد کي اکثره خلک د بې کیفیته تیلو څخه شکایتونه کوي او وایي، وسایط د خرابو تېلو له امله له خرابېدو سره مخ دي.