د تېر کال پرتله سږکال د وارد سوو تازه میوو بیې دوه برابره لوړي سوي دي

په هرات کي د تازه میوې واردونکي وایې په دغه ولایت کي د تازه میوې د اخیستلو بازار سوړ سوی او خلګ د لوړ قیمت له امله تازه میوه نه اخلي.
هغوی وایې پر تازه میوې لوړي ګمرکي تعرفې لګېدلي، چي ورسره سم د تازه میوې قیمت هم لوړ سوی.
دوی وایې ښاریان د اقتصادي ستونزو له امله په ډېر لوړ قیمت تازه میوه نه اخلي.
له بهره د واردو سوو میوو بیه پرداسې مهال لوړیږي، چي هرکال په هېواد کي د میوو په فصل کي د میوو قیمتونه خورا ټیټیږي.
د کروندګرو په خبره، د صادراتو د نشت او د ټیټو بیو له کبله هر کال د ګټې پر ځای تاوان کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *