د ثور اوومه؛ د سردار محمد داود خان د شهادت ۴۷ مه کليزه او په افغانستان کي د بدبختيو د پېل ورځ

له نن څخه پوره ۴۷ کاله وړاندي په سنه د ۱۳۵۷ هـ،ش د ثور د مياشتي په اوومه نېټه د وخت کمونستانو د سردار محمد داود خان په حکومت کودتا وکړل؛ په افغانستان کي جمهوري نظام نسکور او د کمونستي نظام اساس او بنسټ ئې کښيښودئ.
په همدا ورځ ( ۷مه، د ثور) د خلق او پرچم له خوا شهید داود خان او د هغه کورنۍ، وزیرانو، لوړو پوړو افسرانو او سرتېرو په ګډون نږدې ۳۰۰۰ تنه په شهادت ورسول. په افغانستان کي د جمهوريت، آزادۍ او پرمختګ ډيوه مړه سوه او پر ځای ئې د نفاق، بدبختۍ، ورور وژني او د پرديو د غلامۍ تياره خپره سوه. د ثور اوومه هغه ورځ چي د افغان ملت د درد او بدبختۍ تور فصل پکښي پېل سوی او لا هم دوام لري.
د همدې تورې کودتا سره سم د افغان ملت دین، کلتور او ملي ارزښتونه محکوم افغانستان د شوروي اتحاد ځواکونو له لوري اشغال سو. سلګونه زره کورنۍ بې‌کوره، زرګونه کوچنيان یتیمان او زرګونه میندي بوري سوې او افغانستان د اوږدې جګړې، فقر او بدبختۍ کندې ته ولوېدئ.
د افغانستان د جمهوريت د سالار او د افغان د مظلوم ملت د پاچا شهيد سردار محمد داوخان روح دي ارام او ياد دې د پاکو او سپېڅلو افغانانو په زړونو کي تلپاته وي.