د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ط..البانو سره د دغه هيواد د تماسونو په تړاو د راپورونو په غبرګون کښي اعلان کړی، چي د ط..البانو د حکومت سره د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د ټينګولو له پاره هيڅ پلان نه لري.
د جرمني رسنيو د ياد دولت له خولي ليکلي، چي د جرمني د حکومت تماس د ط..البانو سره يوازي په تخنيکي برخه کښي دئ. د رسنيو د راپور له مخي دغه تماس د هيڅ سياسي اړيکي د نيولو په مانا نه دئ.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وايي:«د نړۍوال تعامل له پلوه، عملي تعامل سته؛ خو د افغانستان د اوسني حاکمیت رسمیت پېژندل د جرمني، روسیې، چین، پاکستان په ګډون د هیڅ هيواد په اجنډا کښي نهدي. تر هغه وخته چي ط..البان د نړۍ شرایط پلي نهکړي، چي څلور مهم شرطونه لري: د بشر حقونه، د ښځو او نجونو حقونه، ټولګډونه حکومت او له ترهګرۍ سره مبارزه نو په نړۍ کښي د رسميت پېژندل به ئې سخت وي.»