د جرمني راتلونکی صدراعظم فریدریش مِرڅ، اعلان کړی چي نوی حکومت د افغانانو په شمول د نویو کډوالو د منلو پروګرام دروي.
هغه ویلي، د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به د ګاونډیو هیوادونو په همږغۍ تمرکز پر دې وي چي د کډوالۍ پالیسي او د پولو کنټرول لا سخت سي.
د دې ستراتیژۍ یوه برخه دا ده چي په ګډو پولو کي به د پناه غوښتني غوښتنلیکونه رد سي.
مرڅ ټینګار کړی چي د غیرقانوني مهاجرت د کمولو لپاره به ټولي قانوني لاري وکارول سي.
هغه همداراز ویلي، چي د مهاجرت محدودیتونه به د استوګني د نوي قانون برخه وي، چي دا د جرمني د مهاجرت په پالیسیو کي د پام وړ بدلون ته اشاره کوي.
مرڅ، د افغانستان په شمول د بیلابیلو هیوادونو د کډوالو د منلو پروګرام ته په اشارې وویل، چي دا پروګرامونه باید پای ته ورسیږي.