د جرمني صدراعظم وايي، له جرمني څخه به ډېر کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړل سي

د جرمني صدراعظم اولاف شولز یوځل بیا ټینګار کړی چي په دې هیواد کي مېشت ډېر کډوال به بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.
هغه ویلي، چي په درنو جرمونو محکوم سوي کسان په دغه هیواد کي د پاته کېدو هیڅ دلیل نه لري.
شولز زياته کړې چي دوى په دې برخه کي په شدت کار کوي، خو د دې لپاره چي دا بهیر بریالی سي، نه غواړي په دې اړه نور جزیيات ورکړي.
شولز دا هم ویلي، چي حکومت یې نه غواړي ټول هغه افغانان او د سوریې وګړي چي د دې هیواد پولو ته رسېږي، له ارزوني پرته رد کړي، خو ټینګار یې کړی چي د پولو کنټرول باید تر هغه وخته چي امکان لري دوام پيدا کړي.
د جمعې ورځي د اګست د ۲۳مي نېټې له خونړي برید وروسته د جرمني حکومت د مخالفو ګوندونو له سختو نیوکو او عامه فشارونو سره مخامخ دی.
د جرمني په لوېديځ کي د زولینګن په ښار کي په يوه فيسټيوال کي د يوه ٢٦ کلن سوريايي ځوان له‌خوا د چاقو په بريد کي درې کسان وژل سوي او اته نور ټپيان سوي وه.