نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د جرمني لومړي وزیر، فریدریش مرتس ويلي، چي جرمنی د ط..البانو د حکومت سره د هغو افغانانو د شړلو په اړه د هوکړي وروستۍ پړاو ته رسېدلی چي جرمني کي ئې جرمونه کړي دي.
فریدریش مرتس ویلي: “موږ تمه لرو ډېر ژر به یوه موافقه ليک د ط..البانو سره لاسلیک کړو. موږ غواړو د مجرمو افغانانو د ايستلو بهیر منظم ترسره سي او دا یوازي د ځانګړو الوتنو له لاري نه، بلکي د عادي سوداګریزو الوتکو له لاري هم امکان لري.”
د یادونې وړ ده چي جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسي یوازې دوه ځله افغان پناه غوښتونکي د ځانګړو الوتنو له لاري افغانستان ته استولي، چي دا چارټر الوتني د قطر په منځګړیتوب ترسره سوي وې. اوس جرمني هڅه کوي دا پروسه لا اسانه او منظم کړي.