د جرمني په ګایلنکیرشن کي د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو هوايي اډې “د استخباراتي معلوماتو پراساس د ممکنه ګواښ” له کبله د امنیتي احضاراتو کچه لوړه کړې ده

د دغي اډې په خبرپاڼه کي ویل سوي “د احتیاطي ګام په توګه ټول غیرلازمي کارکوونکي خپلو کورونو ته لیږل سوي دي.

په ګایلنکیرشن کي د اډې یو ویاند وایي، دریمه درجه امنیتي احضارات نیول سوي چي دا د څلورو امنیتي احضاراتو دوهمه ترټولو لوړه کچه ده او په هغه وخت کي نیول کیږي چي یوه پېښه سوې وي او یا استخباراتي معلومات وښيي چي د ناټو پر ادارو او کارکوونکو باندي د یو ترهګریز برید امکان ډیر زیات دی.

په دغه اډه کي د ناټو د استخباراتي څار الوتکي ولاړي دي او له تيري یوې اونۍ راهیسي، دا دوهم ځل دی چي د خپلو امنیتي احضاراتو کچه لوړوي.

تېره اونۍ په ورڅېرمه کلون ښار کي د ناټو یوه اډه وروسته له هغه وتړل سوه چي چارواکو شک وښود چي دغه اډې ته تلونکي د اوبو نلونه ممکن سبوتاژ سوي وي.