د جرمني پوليس: په هغه مشکوک حمله کوونکي پسې پلټني رواني دي چي د چړې په وارونو یې درې کسان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل

په جرمني کي پولیس وايي د شنبې په ورځ په هغه مشکوک حمله کوونکي پسې د پلټني عملیات روان دي، چي د چړې په وارونو یې په لوېدیځ ښار زولینګن کي درې کسان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
دغه پېښه تېره شپه د یوه فستیوال پر مهال سوې ده، چي دغه فستیوال د زولینګن ښار د ۶۵۰ کلنۍ په مناسبت جوړ سوی وو.
د پېښي ځای ته د نژدې پراته ښار دوسلدورف پولیسو نن سهار په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دا مهال له ټپیانو او هم عیني شاهدانو پوښتني رواني دي.
د پنځو ټپیانو وضعیت خراب ښوول سوی دی.
د پولیسو په وینا ګڼ شمېر پولیس په مشکوک کس پسې د پلټني په عملیاتو بوخت دي.
تر اوسه د مشکوک حمله کوونکي په باب زیات جزیات نه‌ دي ورکړل سوي.
د پېښي انګېزه هم تر اوسه معلومه نه‌ ده.