د جرمني چارواکو نن سهار اعلان وکړ چي د دغه هيواد په لوېدیځ کي د چړې په ذریعه مشکوک حمله کوونکي ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی

د چارواکو په وینا، دغه کس ۲۶ کلن او د سوریې وګړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخي، د دوسلدورف پولیسو او فډرال څارنوالانو په ګډه اعلامیه کي ویلي چي مشکوک کس ځان تسلیم کړی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

وړاندي ویل سوي چي په هغه حمله کي د دې کس دخالت په جدي ډول څېړل کيږي.

د اسلامي دولت ډلي یا داعش له شواهدو وړاندي کولو پرته د دغه حملې مسوولیت منلی دی.

د جمعې په ورځ ناوخته د جرمني په زولینګن ښار کي په هغه پېښه کي درې کسان ووژل سول او ۸ نور ټپیان سول.