د جرمونو نړیوالي محکمې د جمعې په ورځ پر خپلو غړو هیوادونو ږغ کړی چي د ډونالډ ټرمپ له خوا د لګول سویو بندیزونو پر وړاندي ودریږي او دا اقدام یې خپلواک او بې پرې قضایي کار ته د زیان رسولو هڅه بللې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چي د نړیوالي جنایي محکمې پر چارواکو د امریکا او اسراییل پر وړاندي د تحقیقاتو د پيلولو له امله بندیزونه لګوي.
په دې فرمان کي راغلي دي چي دغه محکمه د امریکا او د هغې د متحد اسراییل پرضد بې بنسټه غیرقانوني هڅي کوي چي له مخي یې په مستقیمه توګه د امریکا اوسني او پخواني مامورین د پوځیانو په ګډون له خطر سره مخامخوي.