د جرمونو د نړیوالي محکمې قاضي د ملا هیبت الله او عبدالحکیم حـ.قانـ .ـی د نیولو غوښتنه کړې

د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان د ا.ا د مشر ملاهیبت الله او د ستري محکمې د ريیس عبدالحکیم حقـ.اني د نیولو حکم د صادرېدو غوښتنه کړې ده.
د جرمونو د نړیوالي محکمې څارنوال کریم خان نن په یوه بیان کي ویلي، چي معقول دلایل سته چي د طالبانو دا دوه مشران د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت په غاړه لري.
د هغه په وینا، په افغانستان کي د دوی د څېړونو له مخي د طالبانو مشر هبت الله او د ستري محکمې مشر عبدالحکيم حقـ.اني له ۲۰۲۱ کال راهيسي د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو پر وړاندي د پراخ تبعیض په تور تورن دي.
له هغه وروسته، چي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کي طالبان په افغانستان کي بیا واک ته ورسېدل، د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ یې د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.
د بشري حقونو ملاتړ سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چي له بندیزونو او بدني سزاګانو څخه لاس واخلي؛ خو طالبان وایي، چي دوی د ټولني د اصلاح لپاره «شریعت» پلي کوي.