د جرمونو نړۍوالي محکمې د ط..البانو د مشر م.لاهيب.ت الله او د ستري محکمې د رئيس عبدالحکيم ح.قاني د نيولو امر کړی.
دغي محکمې د سې شنبې په ورځ د ط..البانو د مشر او د ستري محکمې د رئيس د بشريت پر ضد د جرمونو په تور د هغوی د نيولو امر صادر کړی.
محکمې ويلي، چي د ط..البانو د واک ته رسېدو څخه تر دې دمه پوري ټول هغه شواهد لري، چي هغوی په افغانستان کي پر ښځو، نجونو او نورو زیانمنو ډلو باندي ظلمونه کړي او د هغوی حقونه ئې تر پښو لاندي کړي.
د محکمې په وینا، دا جنایتونه د جنسیت پر بنسټ ځورونه، بندي کول، شکنجه، جبري ورکېدل او د بنسټیزو ازادیو او حقونو څخه محرومیت په کښي شامل دي