د جوزجان د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، چي په دغه ولایت کي لسګونه بې ځایه سویو کورنیو ته سرپناه جوړيږي

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلي، چې د شبرغان د مرکز په درزاب آباد سیمه، آقچې او قوشتېپې ولسواليو کي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۳۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۱ داخلي بې ځایه سویو کورنیو ته سرپناه جوړيږي.

د نوموړي په وينا، هره سرپناه به دوې خوني دهلېز، پخلنځی او تشناب ولري.

په دغه پروژو کې د سیمي ٤٥٠ تنو ته د کار زمینه هم برابره سوې ده.