د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څخه کور او استوګنځای اخیستل سوی دی

سرچینې وایي، د حزب اسلامي د مشر استوګنځای له بحثونو وروسته له هغه څخه اخیستل سوی او هغه بل ځای ته انتقال سوی.
مخکي داسي خبرونه ورکول سوي وه چي د ګلبدین حکمتیار استوګنځای او کور د امنیتي کسانو له خوا محاصره سوی، له ساتونکو څخه یې وسلې اخیستل سوي او هغه په زور له خپل استوګنځای څخه ایستل سوی دی.
ګلبدین حکمتیار له اوږدو مذاکراتو او له یوه جوړجاړي وروسته د جمهوریت د ملي یووالي حکومت سره د سولي هوکړه لاسلیک کړه.
نوموړی د ۲۰۱۷ کال په می میاشت کي کابل ته راستون سو او په دارالامان سیمه کي د اوسېدو لپاره ځیني کورونه ورکړل سول.
د اسلامي امارت د دولتي مځکو د تصفيې کمېسيون مخکي ویلي وه، هغه کورونه چي حکمتیار ته ورکول سوي او دفتري چاري پکښي مخته وړي، د دفاع وزارت ملکيت دی او بايد خالي سي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کله کله په خپلو بیانونو کي د طالبانو پر کړنو توندي نیوکي کوي.