د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی: ((ارواښاد مطیع الله تراب د هیواد او ولس ستونزي او دردونه په شاعرانه احساس بیانولې او د وطندوستۍ او یووالي پیام ئې همیش په خپلو اشعارو کي تر خلکو رساوه.))
د پوهنتون استاد او ليکوال: پوهاند محمد اسماعيل يون: (( د پښتو ادب د اوس مهال د جرات غر و نړېدی.))
افراسياب خان خټک: ((د تراب شعر د څپانده او ياغي اباسين په شان لوړ حماسي آهنګ درلود او د منځپانګي د پلوه د پښتنو د زړونو ارزوګاني ئې په ژوره توګه انځورولې.))
پخوانی والي او سياستوال محمد حليم فدايي: ((د جمهوريت تر سقوط ورڅخه د شعر ويلو آزادي واخيستل سوه، د همدې زړه چاودېدونکو شرایطو ايجادوونکي ئې قاتلان دي))
د افغانستان د کرکيټ ستوری راشد خان ارمان: ((په ډېره خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ، چي د هيواد وتلی حماسي شاعر وفات سوی دئ، کورنۍ ته ئې تسليت وايم او په دغه درانه غم کي ځان شريک بولم.))
محمد نبي عيسی خېل: ((د قدرمن ولسي شاعر مطيع الله تراب ناڅاپي مړيني خبر سخت و دردولم.))
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پشتین : ((د ملي يوالي ارمانجن تراب په خپل ژوند کي يوالی و نه لیدی، د لر او بر اوسني وضيعت په سبب د تراب وصيت پوره کول مشکل ښکاري.))
د ملي جمهوري غورځنګ مشر: محسين داوړ: د لر او بر افغان ملت د زړونو او دردونو ټکور مطيع الله تراب حق ته ساه ورکړ، کورنۍ ته ئې صبر غواړم.))