د حماس تر ولکې لاندي د غزې روغتیا وزارت پرون وویل چي د فلسطینیانو په دغه قلمرو کي د رواني جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښتی

د غزې روغتیا وزارت نه دي ویلي چي په وژل سویو کي څو تنه یې ملکیان او څو تنه یې د حماس غړي دي، خو ویلي یې دي چي په وژل سویو کي تر نیمايي زیات یې ښځي او کوچنیان دي.
په همدې حال کي د اسراییل پوځ د شواهدو له وړانداي کولو پرته ویلي چي څه باندي ۱۷زره وسله‌وال یې وژلي دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومي د اسراییل او حماس ډلي ترمنځ په روانه جګړه کي د وژل سویو کسانو شمېر ۴۴زه ۵۶ او د ټپیانو شمېر ۱۰۴زره ۲۶۸ تنه ته رسېدلی دی.
دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړي وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندي پاته دي.