د حماس مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چي د یکشنبې په ورځ د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کي د استوګني پر ودانۍ د اسراییل په برید کي ۷۲ فلسطینیان وژل سوي دي

له دې مخکي رویټرز خبري اژانس د فلسطیني ډاکټرانو په حواله ویلي وه، چي په دې سیمه کي د اسراییل په برید کي لسګونه فلسطینیان وژل سوي.
په دغه برید کي د مرګ ژوبلې کره شمېرې تر اوسه نه دي خپرې سوي.
د فلسطین د ملکي دفاع سازمان ویلي چي لسګونه تنه ټپیان او یا هم تر خاورو لاندي بند پاته دي.
رویټرز راپور ورکړی، چي د پېښي یوه ویډیو رسنیو ته رسېدلې، چي ښيي ځايي خلک تر خاورو لاندي سوي مړي راباسي او یو شمېر نږدې کورونه هم سخت زیانمن سوي دي.
د ډاکټرانو او د سیمي د اوسېدونکو په وینا، په دې ودانۍ کي د شپږو کورنیو غړي اوسېدل.
تېره میاشت د اسراییل پوځ له ټانکونو سره مل بیت لاهیا او شاوخوا ښارګوټو ته د حماس د ځواکونو د ورتلو د مخنیوي لپاره پوځي ځواک واستاوه.
د اسراييلي پوځ په وينا په دغو دريو سيمو کي سلګونه وسله وال وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *