د حماس یو جګپوړی مشر وایي، د مشرانو وژل د دوی د غورځنګ پای نه دی

د حماس یوه مشر باسم نعیم ویلي، ښکاري چي اسرائیل پر دې باور دی چي ګواکي د حماس د مشرانو وژل د دوی د خوځښت او د فلسطیني مبارزې پای دی، خو داسي نه ده او دوی به خپلي مبارزې ته دوام ورکړي
نوموړی وايي چي د مشرتابه مړینه د خوځښت د پای په معنا نه ده.
بل خوا د حماس د مشر یحيی سنوار له وژل کېدو وروسته حزب‌الله ډلي ویلي چي، له اسراییل سره په جګړه کي یوې نوي مرحلې ته د داخلېدو په حال کي ده.
د ایران له ملاتړه برخمنه دا ډله د لبنان په پارلمان کي څوکۍ لري او د دې هیواد د جنوب پر ډېري برخي کنټرول لري.
په ملګروملتونو کي د ایران دایمي استازولۍ بیا نن ویلي، د سنوار له وژل کېدو وروسته به د مقاومت روحیه پیاوړي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *