د حکمتیار زوی په کابل کي له خپله کوره د ګلبدین حکمتیار ایستل بې احترامي بللې ده

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په کابل کي له خپله کوره د ښاغلي حکمتیار ایستل او بل ځای ته لېږدول هغه ته بې احترامي بللې ده.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د حزب اسلامي مشر ته د دارالامان کور د هغه هوکړي له مخي ورکړل سوی وو چي له پخواني دولت سره یې د ټولو اړخونو په حضور کي لاسلیک کړې وه.
هغه زیاته کړې، په روژه کي د تخليې پر پريکړه اصرار پخپله يو نامناسب کار وو چي د اوسني حکومت د سينې د پراخوالي او زغم اندازه روڅخه کېدای سي او دا کار تر اختر وروسته هم کېدای سوای.
ده ویلي، په اوسني حکومت کي د ولس د خوښي پر ځای د خاصو حلقاتو په ذوق پريکړي کيږي، د نظام دننه بلکي په لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د کابينې په غړو کي يوازي د هغو خبري اورېدل کيږي چي د مصلحت پر ځای سر زورۍ ته ترجيح ورکوي.
د ګلبدین حکمتیار زوی د طالبانو پر تګلارو کلکي نیوکي کړي دي او ویلي یې دي، چي وزیران یې پر خپلو وزارتونو کنټرول نه لري او کابینه د ریس الوزرا تر ریاست لاندي چاري مخته نه بیایي.