د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو استازو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي په دوحه کي له افغانستان سره د دوامداره تعامل د امکاناتو په اړه خبري کړي.
د کرزي په وینا، په دې غونډه کي د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ چارواکو ګډون کړی وو، چې د بریتانیا سفیر یې کوربه وو.
دا غونډه په داسي حال کي ترسره سوې چي په دې وروستیو کي د افغانستان د راتلونکي په اړه سیمهییزي او نړیوالي خبري زیاتي سوي دي.
تر دې وړاندي حکمت خلیل کرزي او نورو ځوانو سیاسي شخصیتونو د ترکیې په استانبول کي له رسنیو پټه غونډه کړې وه.