امنیت شورا تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چي د ښځو په تړاو پر خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په یوه ویډیويي کليپ کي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناستو کي د دوی د استازي پر نه ګډون نیوکه کړې ده.
هغه ټینکار کوي، چي باید په دې ناستو کي له نړۍ سره د افغانستان د وصل کولو، بندیزونو لیري کولو او د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په تړاو خبري وسي.
اوس مهال په ملګرو ملتونو کي د افغانستان څوکۍ د تېر حکومت د ډېپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کي ده.